د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر، جِنک اونال سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۲۳:۴
Turkey

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې په ګډه همکارۍ، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د ترکیې هېواد د ونډې او د دواړو هېوادونو تر منځ د لا دوامداره همکاریو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

ښاغلي وزیر، د افغانستان او ترکیې هيواد ترمنځ اړیکې اړینې وبللې، ښاغلي وزير د اتاترک د کوچنيانو د درملنې تخصصي روغتون او د هېواد په شمالي ولایتونو ( جوزجان، فاریاب او تخار) کې د ترکیې هېواد له لوري د جوړو شويو روغتيايي مراکزو سره د یاد هېواد له لوري د روغتیايي مرستو مننه او قدردانی وکړ.

ښاغلي وزیر همدا راز وویل، د افغان روغتيايي پرسونل ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او په همدې برخه کې له بيلا بيلو لارو هڅې کوو تر څو د ظرفيت لوړونې لپاره زمينه سازي وشي.

د ترکیې هيواد سفیر په روغتیايي برخه کې د ګډ کار او پر دوامداره همکارۍ خوښي څرګنده کړه او و یې ویل، موږ په نورو برخو کې د همکارۍ تر څنګ ژمن یو، چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان سره دومداره مرسته او همکاري وکړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۴۱
Background image

غور ولایت کې د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انسټېټیوټ ته د څه باندې درې میلیونه افغانيو په ارزښت روزنيز تعلیمي موډولونه وسپارل شول

د دې مرستو موخه د عملي زده کړو کیفیت لوړول او د غور ولایت د پوهاند غضنفر روغتيايي انسټېټيوټ د تدریسي ظرفیت پیاوړتیا بلل شوې ده.

په همدې موخه جوړ شوي مراسمو کې د غور ولايت عامې روغتيا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې شاملو په شرایطو برابر نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او د ازموینې ملي ادارې د مسؤلینو په شتون کې واخیستل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۹
Background image

د بلخ ابو علي سينا حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د دماغي تومور جراحي عمليات په برياليتوب سره ترسره شول

د ياد روغتون د اعصابو جراحي څانګې مسؤلينو خبر ورکړ، چې د دماغ دننه (Intra-axial) تومور لومړني جراحي عمليات، چې د يوې ۱۲ کلنې نجلۍ د شديد سر درد، زړه بدوالي او د ليد کمښت لامل شوی و، په. . .

BACK TO NEWS