د عامې روغتیا وزیر د سرطان ملي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۴۶
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، نن ماښام په کابل کې د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون له روغتیايي خدماتو لیدنه تر سره او له روغتیایي مسؤولینو سره یې روژه ماتی وکړ:

د روغتون څخه د لیدنې پر مهال له ښاغلي وزیر مولوي نور جلال جلالي سره په دې لیدنه کې د طبي شوری لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار ، د سرطان د کنټرول ملي برنامې مسؤولینو ، د تخصصي او ثالثي روغتونو رئیس او ځینې نورو مسؤولینو شتون درلود چې د روغتون د روغتیایي خدماتو پر وضعیت او اړتیاوو هر اړخیزې خبرې تر سره شوې، ښاغلي وزیر د روغتیایي کارکوونکو له هڅو او خدمتونو څخه مننه وکړه او د لا ښه خدمت سپارښتنې یې ورته وکړې.

همدارنګه، ښاغلي وزیر په بېلا بېلو څانګو کې د روغتون د داخل بستر ناروغانو له نږدې پوښتنه وکړه او د هغوی احوال یې واخیست.

ښاغلي وزیر وویل د هېواد اوسیدونکي مو ډېره اړتیا لري چې هغوی ته منظم او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي هغه د روغتیايي کارکوونکو ستاینه وکړه چې د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې هم خپلو هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د روژې پر مهال له روغتیایي مراکزو د لیدنې موخه د روغتیایي کارکوونکو د هڅو قدردانی او د خدماتو له څرنګوالي څخه اګاهي تر لاسه کول دي تر څو د هېواد هر وګړي ته معیاري روغتیایي خدمات ورسیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پولیو (ګوزڼ) پروګرام د ملاتړ او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا په موخه بین‌الوزارتي غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزارت، د ارشاد،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۰
Background image

په یو کال کې له ۷۲۸ روغتیايي مرکزونو نظارت ترسره شوی

ېر یو کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ګډ نظارت پایله کې ۷۲۸ روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره شوی دی، چې له دې ډلې ۱۴۶ طبي لابراتوارونه، ۲۶ د ډاکټرانو ټولنې او فیزیوتراپي. . .

BACK TO NEWS