د عامې روغتیا وزیر د مختلفو ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره وکتل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۰:۴۶
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د لغمان ، بدخشان او لوګر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره لیدنه تر سره کړه

په یاده لیدنه کې د نوموړو ولایاتو د ولسونو لپاره د روغتیایي خدماتو پر ښه والي او د تطبیق کوونکو مؤسساتو له لوري د وړاندې کیدونکو خدماتو  پر څرنګوالي خبرې تر سره شوې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د یاد شویو ولایتونو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه تر څو ولسونو ته د خدماتو پر برابرولو کې لا هڅې ګړندۍ او شته امکانات په ښه توګه د ولسونو لپاره استفاده کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS