د عامې روغتیا وزیر د هند د ایوش له وزیر سره د دودیزې درملنې د همکارۍ په اړه ولیدل

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۲
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي هند هېواد ته د خپل سفر په جریان کې د دې هېواد د طبیعي، یوناني، ایورویدي او دودیزو درملو وزارت “ ایوش”  له وزیر شري پرتاپراو جادف سره لیدنه تر سره کړه:

په دې لیدنه کې په کابل کې د دودیزې درملنې اړوند انسټیټیوټ او د څیړنې مرکز جوړیدنې، د دودیزې درملنې اړوند اشخاصو روزنه کې مرستې او د دوه اړخیزو همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک کیدنې اړوند خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر د دودیزې درملنې معیاري کېدنه اړین کار وباله او په وینا یې د دې برخې د معیاري کولو او اصولو ته برابرولو په موخه یې لازمې هڅې پیل کړي، چې په دې برخه کې د هند هېواد چې د دودیزې درملنې ښه تجربه لري همکاري ارزښتمنه ده.

له بلې خوا، د هند ایوش وزیر په کابل کې د دودیزې درملنې اړوند څېړنیز مرکز جوړونې، د نصاب تطبیق او انسټیټیوټ جوړولو او په نورو بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ ژمنې وکړې، چې په وینا یې په راتلونکي کې به په دې برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۳
Background image

هرات ولایت کې د درملو یو شمېر عمده پلورنځیو او د هغوی له نمایندګیو څخه نظارت ترسره شو

د هرات عامې روغتیا ریاست د درملو او روغتیایي محصولاتو د وارداتو او وېش د څارنې او پلټنې عمومي مدیریت مسؤلینو په پنځمه ناحیه کې له ۲۸عمده پلورنځيو او د شرکتونو له نمایندګیو څخه نظارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د کارکوونکو چارو، تدارکاتو او مالي ریاستونه څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د مالي او اداري چارو مرستیال، د خدماتو ارزونه وکړه، په ترسره کېدونکو خدماتو یې خوښي وښوده، مسؤلین یې تشویق او لا ښه خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول او د شته ستونزو د حل په. . .

BACK TO NEWS