د عامې روغتیا وزیر په مشرۍ د هېواد روغتیایي وضعیت د ارزونې او د نظارتونو د پایلو د شریکولو عالي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۹
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د هېواد روغتیایي حالت ته د کتنې، په تېر یو کال کې د ترسره شویو نظارتونو د پایلو شریکولو او ستونزو حل په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام  مشاورینو، مرکزي او ولایتي رئیسانو، د نړیوالو همکارو ادارو او پلي کوونکو مؤسسو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي یاده غونډه د ستونزو په حل او د روغتیایي خدماتو ښه والي کې مهمه وبلله او ویې ویل:(د هېواد هر وګړی پر موږ حق لري، چې لازم روغتیایي خدمات ورته ورسوو، د دې لپاره چې يادې موخې ته ورسېږو، نو له دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه باید هر اړخيز نظارت او څارنه وکړو او دا چاره د عامې روغتیا وزارت له مهمو فعالیتونو څخه ده، چې ستونزو ته د رسېدنې لار پرانیزي).

ښاغلي وزير ټينګار وکړ، چې نظارتونه دې لا اغېزمن شي، له راپورونو او پایلو څخه دې یې لازمه ګټه واخیستل شي او د څارنې او پلټنې لوی ریاست دې له همکارو مؤسسو سره یو ګډ نظارتي ټيم جوړ کړي؛ ترڅو نظارتونه لا اغېزمن، راپورونه یې دقیق او پايلې یې خوندي شي.

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یو جامع پریزنټیشن له لارې د هېواد د روغتیایي حالت په اړه معلومات وړاندې کړل او په تېر یو کال کې یې له روغتونونو او روغتیایي مرکزونو څخه د ترسره شویو نظارتونو راپورونه او معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

ورته مهال، ولایتي رئیسانو هم روغتیا برخه کې خپلې ستونزې او اړتیاوې شریکې کړي، چې د مسؤلینو له لوري ورته د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې د همکارو ادارو او تطبیق کوونکو مؤسسو استازو خپل نظرونه شریک او وزارت ته یې د خپلو فعالیتونو او خدماتو د لا ښه والي ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS