د عامې روغتیا وزیر په کندهار کې د عینو مېنې روغتون د ICU نوې څانګه پرانیسته
د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د عينو مېنې ۳۵۰ بستريز روغتون کې د جدي پاملرنې (ICU) ۱۵ بستريزې څانګې پرانیسته ترسره کړه
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د عامې روغتیا وزیر، مل پلاوي او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و، ښاغلي وزیر د یادې څانګې جوړېدل د روغتیايي خدمتونو پراختیا او د بېړنيو ناروغانو معیاري درملنې برخه کې یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، عامې روغتیا وزارت به د باکیفیته روغتیایي خدمتونو پراختیا او پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې یاده څانګه د UNDP ادارې په مالي ملاتړ جوړه شوې او په عصري طبي تجهیزاتو سمبال ده، چې د کندهار او شاوخوا ولایتونو د بېړنيو ناروغانو معیاري او تخصصي درملنې برخه کې به اسانتیاوې رامنځته او د روغتیایي خدمتونو کیفیت به لوړ کړي.
