د عمومي جراحۍ متخصص (احمد شاه بابا مېنې روغتون)!
Publish Date
Closing Date
دنده: د عمومي جراحۍ متخصص (احمد شاه بابا مېنې روغتون)
اړوند اداره: د جدي څارنې څانګې (ICU) پروژه
ولایت: کابل/ مرکز
د دندې ځای: د احمد شاه بابا مېنې روغتون
د بست شمېر: ۱
د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)
معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت: افغان
جنسیت: نارینه / ښځینه
د اعلان د پیل نېټه : ۱۹ / ۳/ ۱۴۰۵
د اعلان د پای نېټه: ۲۹ /۳ /۱۴۰۵
د دندې لنډیز :
د عصبي جراحۍ متخصص ډاکټر د بستر او مراجعه کوونکو ناروغانو د تشخیص، درملنې او تعقیب مسؤلیت لري، چې پکې د ناروغانو تاریخچه اخیستل، فزیکي معاینات، لابراتواري او رادیولوژیکي ارزونې، درملنه او د روغتیايي کارکوونکو روزنه شامل دي؛ خو یوازې په همدې مواردو محدوده نه ده.
مسؤلیتونه:
- د بستر ناروغانو د طبي تاریخچې اخستل او اړوند اسنادو بشپړول
- د ناروغ د اړتیا مطابق بشپړه فزیکي معاینه ترسره کول
- د ناروغ اړتیا او نافذه لارښودونو مطابق د لابراتواري او رادیولوژیکي ازموینو سپارښتنه، تعقیب او دقیق تحلیل
- د اړتیا پر مهال او د څانګې د مسؤل د هدایت سره سم منظمې لیدنې (ویزیت) ترسره کول
- د ناروغۍ دقیق تشخیص د تاریخچې، فزیکي معاینې او لابراتواري پایلو پر بنسټ
- د تشخیص او د ناروغ د اړتیا مطابق د درملنې پلان ترتیب او مدیریت
- ډاډ ترلاسه کول چې اړوند طبي کړنلارې (پروسیجرونه) پر ناروغانو په سمه توګه تطبیق شوي دي
- د جدي (Critical) ناروغانو مشوره، مدیریت او تعقیب د هغوی د روغتیايي وضعیت مطابق
- د معلوماتو راټولولو په بهیر کې د ټاکل شویو میتودونو او وسایلو مطابق همکاري
- د نویو کارکوونکو او زدهکوونکو په روزنه کې فعال ګډون
- د ټاکل شویو معیارونو، پروتوکولونو، طرزالعملونو، اصولو او مقرراتو رعایت
- د خپل مسلکي ظرفیت لوړول او په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون
- ناروغانو او مراجعینو ته وقایوي او لومړنۍ طبي مشورې وړاندې کول
- د بیړني واحد ناروغانو ته هم وقایوي او لومړني طبي معلومات ورکول
- د اړتیا پر مهال د شپې نوکري (Night Duty) ترسره کول
- د څانګې او روغتون د وقایې انتان (IPC) پروګرامونو کې فعال ګډون
- د مسؤل له لوري سپارل شوې نورې اړوندې دندې ترسره کول
- د عمومي جراحۍ د څانګې مسؤل ته راپور ورکول
د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:
- د افغانستان تابعیت لرل
- د طب سند (MD) چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تصدیق شوی وي
- د جراحۍ تخصص سند چې د عامې روغتیا وزارت یا لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوی وي
- قوي د اړیکو (Communication) مهارتونه
- له ناروغانو، مراجعینو او همکارانو سره ښه تعامل او مسلکي چلند
- په پښتو، دري او انګلیسي ژبو ښه مهارت (لیک، لوست او خبرې)
- د کمپیوټر ابتدایي مهارتونه (MS Office)
- د اړوندې څانګې دندو د اجرا لپاره فزیکي او ذهني وړتیا
ریفرینس: د یاد بست د ازموینې پوښتنې به د لاندې مرجع (کتاب) د محتوا پر بنسټ طرحه کېږي.
د اعلان د بست لارښوونه:
درنو نوماندانو! تاسې کولای شئ خپله سي وي (CV) د mophgdsa@gmail.com برېښنالیک ته واستوئ، یا یې چاپي (هارډ کاپي) بڼه د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست د کاریابۍ اعلانونو عمومي مدیریت ته وسپارئ.
یادونه: مهرباني وکړئ د خپلې خوښې د بست عنوان په برېښنالیک کې په واضح او دقیق ډول د عنوان په برخه کې ولیکئ.
د اړتیا یا لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ له دې شمېرې سره ۰۲۰۲۳۱۲۴۲۲.
اړیکه ونیسئ:
