د غزني عامې روغتیا ریاست مسئولینو په دغه ولایت کې ۲۳.۵ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل
د غزني عامې روغتیا ریاست د نظارت او بیا کتنې آمریت مسئولینو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه مرکز غزني کې د یو شمېر درملتونونو، خوراکي او ارایشي ( سینګار) توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې یې ۲۳.۵ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل، خوراکي او ارایشي توکي راټول او د یاد ولایت په یوې لرې سیمه کې له منځه یوړل شول.