د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د ظرفیت لوړونې او پوهاوي پروګرام ترسره شو.

په یاد پروګرام کې د سالمو خوړو او پاکو اوبو رول د تمرکز زیاتوالي، د حافظې پیاوړتیا، د ذهني فعالیتونو ښه والي او د زده‌کوونکو د وړتیاوو لوړولو برخو کې په هر اړخیز ډول تشریح شو او هم د متوازنې تغذیې د اهمیت، معیاري خوړو کارولو او د بې‌ کیفیته، ناسالمو او زیانمنو خوړو د استعمال خطرونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

همدارنګه، د کارپوهانو ټیم ټینګار وکړ، چې سالمه تغذیه نه یوازې د زده‌ کوونکو د بدني روغتیا په ساتنه کې اغېزمنه ده، بلکې د درسي فعالیتونو په ښه والي، د هڅونې په زیاتوالي او د هېواد د راتلونکي نسل په سالمه وده کې هم بنسټیز رول لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
Background image

په کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS