د فراه عامې روغتیا ریاست ته د  کتلوي معافیت پیاوړتیا په موخه یو شمېر طبي تجهیزات ورکړل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۵:۱۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د واکسینونو د خوندیتوب ساتلو، معیاري تطبیق کولو او لرې پرتو سیمو ته د هغوی د لېږد اسانتیا په موخه د طبي تجهیزاتو یوه مهمه کڅوړه د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته وسپارله، چې په کې لاندې تجهیزات شامل وو.

 •          د واکسینونو ساتلو ۳۱ یخچالونه

 •          د لوی مقدار واکسینونو د لېږدولو لپاره

- ١ ساړه بکسونه (کولډ بکس)

 • د لمریزو یخچالونو د نصب او ساتنې ۱۰ بشپړ سیټونه

 •          د کوچنیو مقدار واکسینونو د لېږدولو لپاره ۶۴ واکسین وړونکي (واکسین کریر)

 •          د یخچالونو د ترمیم لپاره ۵۲ اضافي پرزې

دا ټول تجهیزات د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمریت ته وسپارل شو.

د فراه د عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر صدام د عامې روغتیا وزارت څخه مننه وکړه او ویې ویل: "دا مرسته به د ملي واکسیناسیون پروګرام په پلي کولو، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې ماشومانو او میرمنو ته د واکسینونو په رسولو کې چې هلته روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن دی، د پام وړ اغېز ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۲:۲۸
Background image

د کونړ ولایت خاص کونړ ولسوالۍ کمپ کې د زلزله ځپلو درملنې لپاره د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یو اساسي روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې!

یاد روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ پیل شوې، چې شاوخوا دوه اونیو کې به بشپړې شي او د وروستۍ زلزلې د زیانمنو شویو لپاره به په کې ټول اړین روغتیایي خدمات وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۲:۲۲
Background image

د کندز ولایت جرګذر کلي کې د یو روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه!

د یاد روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره د کندز عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري کېښودل شوه، چې پر مهال یې د جرګذر کلي یو شمېر اوسېدونکو هم شتون درلود، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو او فعالیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د هلمند عامې روغتیا ریاست سره د ١٧٦٤٦٠٢ افغانیو په ارزښت د یو شمېر طبي تجهیزاتو مرسته وشوه!

یاده مرسته د فاطمه خیریه بنسټ له لوري وشوه، چې په کې د معلولینو لپاره ۳۰ پایې ویلچرونه، د تنفسي ناروغانو لپاره ۳۰ پایې د اکسیجن کانسنټریټرونه (Oxygen Concentrators)، د انتاني ناروغیو د. . .

BACK TO NEWS