د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۲۴
MOPH

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او پلان او پاليسۍ ریاستونو او د ۱۵ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په همدې موخه جوړې شوې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت استازو وویل: (دا پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو).

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د روغتون د جوړېدو چارې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې شاملو په شرایطو برابر نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او د ازموینې ملي ادارې د مسؤلینو په شتون کې واخیستل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۹
Background image

د بلخ ابو علي سينا حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د دماغي تومور جراحي عمليات په برياليتوب سره ترسره شول

د ياد روغتون د اعصابو جراحي څانګې مسؤلينو خبر ورکړ، چې د دماغ دننه (Intra-axial) تومور لومړني جراحي عمليات، چې د يوې ۱۲ کلنې نجلۍ د شديد سر درد، زړه بدوالي او د ليد کمښت لامل شوی و، په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۳:۵۹
Background image

د کابل ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې د درملو صنعتي پارک لپاره د ځمکې د خط‌اندازۍ بهیر پیل شو

د کابل ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ د خروټو کلي کې د درملو د صنعتي پارک د ځمکې د خط‌اندازۍ بهیر د کابل ولایت د اراضۍ ریاست او کادستر ټیم انجینرانو له لوري د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د اراضۍ. . .

BACK TO NEWS