د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس په دغه ولایت کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۲۴
MOPH

د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر "صدام" په خپل کاري دفتر کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو، روغتیايي تآسیساتو او د درملو عمده پلورنځیو له مسؤلینو او د دغه مراکزو د اتحادیې له مشر ډاکټر نوروز "صدیقي" سره لیدنه تر سره کړه

د دې ناستې موخه هېواد ته د درملو د قاچاق مخنیوي لپاره د نوي طرزالعمل تشریح او د پلي کېدو څرنګوالی و، چې په اړه یې د خصوصي روغتیايي مرکزونو له مسؤلینو سره د فراه د عامې روغتیا رئیس هر اړخیز معلومات شریک کړل او ویې ویل: "د ټیټ کیفیت لرونکو درملو له واردولو څخه ډډه وکړئ؛ ترڅو هېوادوال باکیفیته او خوندي درمل ترلاسه کړي".

د ناستې ګډونوالو هم د نوي طرزالعمل په پلي کېدو خوښي څرګنده او د عامې روغتیا رئیس ته یې ډاډ ورکړ، چې دوی به د خلکو د خوندیتوب د تآمین لپاره د ټیټ کیفیت لرونکو درملو له واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د طبي شورا لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار او يو شمېر نورو مسؤلينو په شتون کې خصوصي روغتونونو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان او خوست ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کتنځایونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، پایله کې یې په جوزجان ولایت کې ۴۷ قلمه بې‌ کیفیته او له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

په شمالي حوزه کې د ۲۰۲۵ هـ ش کال د روټین کتلوي معافیت پروګرام د فعالیتونو بیاکتنې درې ورځنی ورکشاپ تر سره شو

دغه پروګرام د افغانستان د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالحکیم همت په مشرۍ د بلخ، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو د کتلوي معافیت مدیرانو، تخنیکي کارکوونکو او د همکارو بنسټونو د استازو په. . .

BACK TO NEWS