د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته روزنیزه دوره ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۳۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د حوزوي او مرکزي لابراتوارونو ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې پنځه ورځنۍ روزنيزه دوره ترسره شوه

یاده دوره چې د ګلوبل پنډ په همکارۍ ترسره شوه، په اړه يې د عامې روغتیا وزارت د تشخیصيه خدماتو رئیس، دوکتور محمد قاسم صاحبي وويل: دغه روزنیزه دوره د مسلکي او مجربو استادانو له لوري په عملي او نظري بڼه د طبي ټکنالوجستانو د ظرفیت لوړونې په موخه ترسره شوه؛ ترڅو یاد کارکوونکي وکولای شي،‌ زده کړي موضوعات په اړوندو کاري ځایونو کې پلي کړي او هم يې له خپلو همکارانو سره شريک کړي.

همداراز، د تشخیصيه خدماتو رئیس زیاته کړه، چې په راتلونکي کې به نورو طبي ټګنالوجستانو ته هم ورته روزنیزې دورې په لاره واچول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د رواني روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د رواني روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

د عامې روغتيا وزارت له لوري د رواني روغتيا د تامين. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۳۴
Background image

د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته روزنیزه دوره ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د حوزوي او مرکزي لابراتوارونو ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې پنځه ورځنۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۳۲
Background image

په فراه ولایت کې د ولسوالیو همغږي کوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو

دغه روزنیز پروګرام د فراه ولایت د مرکز، پشت‌رود، خاک‌سفید، اناردرې، پشت‌کوه، شیب‌کوه، لاش‌وجوین، بکواه، بالابلوک، ګلستان او پرچمن ولسوالیو د ۷۲ تنو همغږي کوونکو لپاره د فراه ولایت د. . .

BACK TO NEWS