د لغمان عامې روغتیا ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۲ ټنه له نېټې تېر درمل او بې کیفیته خوراکي توکي وسوځول
په یاد شمېر وسایلو کې ۲۴۳ قلمه له نېټې تېر درمل، ۱۲۸ قلمه خوراکي توکي، ۷ قلمه طبي وسایل او نور شامل دي چې په تېرو ۳ میاشتو کې د دغه ولایت له مرکز او پنځه ګونو ولسوالیو څخه د بېلابېلو نظارتونو پایله کې راټول او د یو ټاکل شوي پلاوي په شتون کې وسوځول شول.