خوست ولایت کې د یو شمیر روغتیایي مرکزونو د رغنیزو چارو پرانیسته تر سره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۲۷
moph

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خوست ولایت ته د سفر پرمهال دې ولایت کې د نږدې اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو نیمه پاتې روغتیایي مرکزونو د رغنیزو چارو پرانیسته ترسره کړه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وویل:(د امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړې لورینې ټول هېواد کې ۱۷۴ نیمه پاتې روغتیایي پروژو لپاره ۴ میلیارده ۵۵۶ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې، چې عملي چارې یې له خوست ولایت څخه پیل شوې).

ښاغلي مرستیال زیاته کړه، د دغو نیمه پاتې پروژو څخه به یې څلور په خوست او پنځه په ننګرهار کې د روان کال تر پای بشپړې شي او پاتې نورې به یې په راتلونکو دوو کلونو کې پاې ته ورسېږي.

د یادو روغتیایي مرکزونو د رغنیزو چارو له تکملېدو وروسته ورته طبي وسایل او مسلکي پرسونل په پام کې نیول شوی چې ورسره به ټول هېواد کې روغتیایي خدمات لا پراخ او د خلکو د لاس رسي کچه به زیات شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۵۹
Background image

په لغمان او پکتیکا کې د خصوصي روغتیايي سکټور څخه نظارت ترسره شو

د لغمان او پکتیکا عامې روغتیا مسؤلینو له لوري په دغو ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکټور اړوند له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې په دواړو ولایتونونو کې ۲۰ قلمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د یو شمیر روغتیایي مرکزونو د رغنیزو چارو پرانیسته تر سره شوه

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خوست ولایت ته د سفر پرمهال دې ولایت کې د نږدې اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو نیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۳:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست کارکوونکو ته د کلني اجرااتو ارزونې او کاري پلان جوړولو په موخه روزنیز ټریننګ ترسره شو

په دې ټریننګ کې د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ډاکټر شرافت زمان امرخېل، د عامه اړیکو آمر رحمت الله مؤمن او د یاد ریاست کارکوونکو ګډون کړی و، چې د کارکوونکو چارو لوی ریاست د. . .

BACK TO NEWS