په لغمان او پکتیکا کې د خصوصي روغتیايي سکټور څخه نظارت ترسره شو
د لغمان او پکتیکا عامې روغتیا مسؤلینو له لوري په دغو ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکټور اړوند له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې په دواړو ولایتونونو کې ۲۰ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شويو ځایونو ته ولېږدول شول.
همداراز د پکتیکا په مرکز ښرنه کې ۳۰ بابه درملتونونو ته د عامې روغتیا وزارت د اصولو او قوانینو لارښود توزیع او اړوندو مسؤلینو ته یې د پلي کولو په موخه یو میاشت ورکړل شو.