د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره د همغږۍ میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۱۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره د همغږۍ میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه

په یاده ناسته کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر آمین‌الله مومند او د مرکزي روغتونونو رئیسانو ګډون کړی و.

په دې ناسته کې ښاغلي مرستيال د مرکزي روغتونونو د رئیسانو له ترسره کړو خدمتونو قدرداني وکړه او هغوی یې خپلو مسؤلیتونو ته لا متوجه کړل.

ښاغلي حقاني په روغتونونو کې د مسؤلینو او روغتیایي پرسونل پر منظمې حاضرۍ، ناروغانو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو او د اداري اصولو پر رعایت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د دغو مواردو جدي مراعت کولای شي په روغتونونو کې شته ستونزې راکمې او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو بهیر لا ښه کړي.

دغه راز، د مرکزي روغتونونو رئیسانو د شته ستونزو ژر حل او د روغتیایي خدمتونو لا ښه والي په برخه کې ډاډ څرګند او د روغتونونو د فعالیتونو لا پیاوړتیا په موخه یې یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې وکړې، چې د بودیجې او تشکیلاتو زیاتوالی او نور موضوعات په کې شامل وو، چې د مسئولینو له لوري ورته د لازمې پاملرنې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د بېلاروس د ایپیډیمولوژۍ او ناروغیو د کنټرول له مرکز څخه لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د روغتیا وزیر هودژایف الکساندر په ملتیا، د دغه هېواد د ایپیډیمولوژۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په سنبلې میاشت کې له ۳ زرو څخه د زیاتو درملو او روغتیايي محصولاتو نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې په میاشت کې په ټوليزه توګه ۳۴۶۴ نمونې، چې ۳۳۱۸. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۵۳
Background image

لغمان ولايت کې د ۱۶۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند کرنج سیمه کې د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې په پنځو میاشتو کې به په اساسي او. . .

BACK TO NEWS