د ننګرهار شيرزادو قومي مخورو د عامې روغتيا وزير سره ليدنه تر سره کړه
په دې لیدنه کې چې نن چهارشنبه د رجب المرجب میاشتې ۱۲مه نېټه ترسره شوه د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو، د ولسوالۍ په کچه د روغتون او د تېر په پرتله د ولسونو روغتیايي ستونزو ته د ښې او معیاري رسېدنې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د شېرازدو قومي مخورو د خپلې سیمې روغتیايي ستونزې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه یې د مننې ترڅنګ خوښي څرګنده کړه چې د تېر په پرتله یې اوسمهال غږ اورېدل کېږي او روغتیايي ستونزو ته یې رسېدنه کېږي.
د عامې روغتیا ښاغلي وزیر له لوري د ستونزو د حل بشپړ ډاډ ورکړل شو.