د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۱
moph

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د مالي او حسابي، تدارکاتو او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو.

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د روغتون د جوړېدو چارې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۶
Background image

د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا ریاست نظارتي ټیم له لوري د روانې اوونۍ په ترڅ کې لاندې فعالیتونه ترسره شوي دي

له ۳۶ پلورنځيو څخه نظارت شوی، چې شاوخوا ۱۲۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي ترې راټول شوي دي.

* له ۱۰ روغتیایي کتنځایونو څخه نظارت ترسره شوی، چې له ډلې یې ۷ روغتیایي کتنځایونه تړل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۹
Background image

د خوست ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون په انګړ کې د روږدو درملنې لپاره د نوې ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې

د یادې لس اطاقیزې ودانۍ د جوړېدو چارې د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست د پرله‌ پسې هڅو په پایله کې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د شاوخوا ۹۰ زره امریکايي ډالر په ارزښت پیل شوې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۱
Background image

د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د مالي او حسابي، تدارکاتو او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS