د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ کې ۱۱ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او له منځه یووړل شول
د هلمند عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو د څارنې او پلټنې مسؤلینو د موسی کلا ولسوالۍ له بازارونو، پلورنځیو او ګودامونو څخه د روغتیایي قوانینو د تطبیق په موخه هر اړخیز نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې یې ۱۱ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او له منځه یووړل شول؛ څو د خلکو روغتیا خوندي شي.
