د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو  تدارکاتي چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۲:۲۲
MOPH

 د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت په شتون کې د ولسوالیو په کچه د ۳۱۸ عمومي روغتونونو د جوړېدو په موخه د یوې شفافې پروسې له لارې تدارکاتي چارې پیل شوي، چې تر دې دمه د ۵۰ روغتونونو تدارکاتي پړاوونه ترسره شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې په عملي توګه د جوړېدو چارې پیل شي.

د مالي او اداري چارو مرستیال د یادو روغتونونو د جوړېدو برخه کې د بشپړ شفافیت ډاډ څرګند او ویې وویل: ( د روغتونونو پروسه کې شفافیت او تعمیراتي برخه کې کیفیت ته ژمن یو).

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۲:۳۱
Background image

د EMR سیسټم د پیاوړي کولو او پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت په مشرۍ د روغتیایي معلوماتو د الکترونیکي ثبت سیسټم (EMR) د پیاوړي کولو او پراختیا په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري د کانګو (وينه‌بهوونکې) ناروغۍ د مخنیوي په موخه یو ورځنی روزنیز کمپاین ترسره شو

 دغه کمپاین چې د مرکز مزار شریف ښار په بېلا بېلو برخو کې ترسره شو، موخه یې د عامه‌ پوهاوي لوړول، د کانګو ناروغۍ د خطرونو په اړه بیان او د وقایوي تدابیرو پام کې نیول وو، چې په کې د عامې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۲:۹
Background image

هندوستان هېواد د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره د (۱۱۰۰۰) دوزه واکسینو مرسته وکړه

په یادو واکسینونو کې (۵۵۰۰) دوزه انفلونزا او (۵۵۰۰) دوزه Meningitis واکسین شامل دي، چې ټول وزن یې ۴۴۲.۲۰ کېلو ګرامه او خالص وزن یې ۲۹۱ کېلو ګرامه کېږي.

د عامې روغتیا وزارت رهبري د. . .

BACK TO NEWS