د ټولنې روغتیايي رضاکارانو ملي ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۲۷
از روز ملی کارکنان صحی جامعه گرامی داشت به عمل آمد

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیايي رضاکارانو ملي ورځ '' د ټولنې روغتیايي رضاکاران د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د لومړۍ کرښې کارکوونکي دي'' تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال الحاج حبیب الله اخندزاده حامد د ټولنې روغتیايي رضاکارانو فعالیتونه وستایل او روغتیايي رضا کاران یې هغه اتلان وبلل، چې د هېواد په لرې پرتو سیمو او کلیو کې د روغتیا په برخه کې کار کوي.

همداراز د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت توانیدلی دی، چې د هېواد په 34 ولایتونو کې 30 زره روغتیايي رضاکاران و روزي؛ تر څو د مېندو او ماشومانو لپاره لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، په هېواد کې د ۵۴۹ روغتیايي ځالو، چې ۱۰۵ یې دا مهال فعالیت تر سره کوي او پاتې روغتیايي ځالې به په راتلونکې کال کې په فعالیت پیل وکړي.

د یادونې وړ ده، چې روغتیايي زده کړې، لومړنۍ روغتیايي مرستې، د نري رنځ د درملنې سیستم څارل، په ټولنه کې د کورني روغتیايي خدمتونو چمتو کول او د واکسینونو په ملي کمپاین کې ګډون د روغتیايي رضاکارانو ځانګړې دندې دي، چې د روغتيايي خدمتونو د کيفيت په لوړولو او د هېواد د روغتيايي سيستم په پياوړتيا کې يې ستر رول لوبولى دى

از روز ملی کارکنان صحی جامعه گرامی داشت به عمل آمد

از روز ملی کارکنان صحی جامعه گرامی داشت به عمل آمد

 

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۲
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د فراه والي، ملا محمد حافظ مجاهد سره ناسته ترسره کړه

په دغه ناسته کې فراه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا، خلکو ته د لا غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او شته ستونزو حل په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

همدارنګه، د فراه والي د عامې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۳۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغان حاجيانو درملنې په موخه ۴۲ قلمه بېلا بېل اړين درمل د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شول

دغه درمل د حاجيانو د روغتيا ساتنې، د عامه ناروغيو درملنې او بېړنيو روغتيايي حالاتو ته پر وخت رسېدنې په موخه ياد وزارت ته وسپارل شو، چې د حج فريضې اداء کولو پر مهال به د ټاکل شويو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جنوب غرب زون د عامې روغتیا له ولایتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې ښاغلي وزیر د غوره او معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت نوې پالیسۍ په اغېزمن ډول تطبیق، له داخلي. . .

BACK TO NEWS