د ټولنې ډیجیټل ښکېلتیا او د ناسمو معلوماتو مدیریت اړوند د ټرینرانو روزنېز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۶:۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز له لوري د نړیوالو همکارانو په ملاتړ د روزونکو یا ټرینرانو لپاره د ټولنې د ډیجیټل ښکېلتیا او ناسمو معلوماتو مدیریت تر سرلیک لاندې دوه ورځني روزنیز ورکشاپ په مرکز کابل کې تر سره شو، چې موخه یې د پولیو واکسین لپاره د خلکو د باور او غوښتنې زیاتوالی او د ناسمو معلوماتو پر وړاندې اغېزمنه مبارزې وه.

په یاد ورکشاپ کې چې د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز، د یونیسف نړیوالې ادارې، د اړیکو کاري ډلې (CWG) او د همکارو ادارو استازو ګډون کړی وو؛ د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي وویل: «د ټولنې د ډیجیټل ښکېلتیا او ناسمو معلوماتو د مدیریت دا دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ یو مهم فرصت دی، چې د روزونکو ظرفیتونه به لوړ کړي، څو په ساحه کې باکیفیته روزنېز خدمات وړاندې کړي او زیاته یې کړه، د ناسمو معلوماتو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه د پولیو د له منځه وړلو لپاره حیاتي ارزښت لري.

بل لور د یونیسیف نړیوالې ادارې په استازولۍ د پولیو برخې مسؤلینو خپلې ویناوې شریکې او ژمنه یې وکړه، چې خپل ملاتړ او هڅو ته به دوام ورکوي.

د دغه ورکشاپ په ترڅ کې د ډیجیټل ښکېلتیا، د ټولنیزو معلوماتو اورېدنې، د اوازو/شایعاتو مدیریت او د ناسمو معلوماتو پر وړاندې د اغېزمن ځواب ویلو په لارو چارو باندې مسلکي بحثونه تر سره او لارښوونې وشوې، چې د نظري معلوماتو تر څنګ دې په عملي تمرینونو، ډله‌ییزو بحثونو او سناریوګانو باندې هم کار وشي؛ چې دا به د ګډونوالو د وړتیاوو په پیاوړتیا او د زده کړو په عملي کېدو کې مهم رول ولوبوي.

په پای کې پر یاده موضوع د ساحوي واقعیتونو پر بنسټ د عملي کاري پلانونه جوړولو په موخه ګډ کار ترسره شو؛ څو وکولای شي خپلې زده کړې په اغېزمنه توګه عملي کړي.

تمه ده، چې دا هڅه به د ټولنې باور پیاوړی، د پولیو واکسین لپاره به غوښتنه زیاته او د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې به عملي بدلون رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۹
Background image

د افغانستان ا.ا. د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه په ویاړ او درنښت سره رپاند شول

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د هېواد د خپلواکۍ د دغه سترې او ویاړلې ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وویله او د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت، اسلامي ارزښتونو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۳
Background image

هرات ولایت کې د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د «دیم فارما» په نوم د درملو یوه تولیدي فابریکه پرانیستل شوه

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د نړیوالو بنسټونو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۰
Background image

د هېواد په شمال ځتيځ زون کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونو پلي کولو درې‌ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

په دغه روزنیز پروګرام کې د کندز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو د خصوصي روغتونونو استازو ګډون کړی دی، چې په ترڅ کې به يې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ اړوند معیارونه او د. . .

BACK TO NEWS