د پروان ولایتي روغتون اړوند څلورو تخصصي بستونو لپاره له ۲۵ متخصصينو څخه ازموینه واخیستل شوه
د پروان ولایتي روغتون اړوند څلورو تخصصي بستونو کې د ګمارنې په موخه د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري له ۲۵ تنو متخصصينو څخه ازموینه واخیستل شوه.
په دې بستونو کې د ماشومانو د عمومي داخلې متخصص، د عمومي داخلې متخصص، د نسایي ولادي متخصص او عمومي جراحۍ متخصص بستونه شامل دي.
دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست او د پروان ولایت عامې روغتیا ریاست د مسؤلينو په شتون کې واخيستل شوه.
همداراز، د ازموينې په بهير کې د وړتیا پر بنسټ د ګمارنو، کار اهل کار ته د سپارلو او د مسلکي او ژمنو کسانو پر ګمارنو ټینګار وشو.
د يادونې وړ ده، چې د دغه ازموینې پایلې به درې ورځې وروسته اعلان شي.
