د پنجشېر ولایت د روغتیايي مرکزونو ۳۶ کارکوونکو ته د مورزادي ناروغیو لرونکو نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې روزنه ورکړل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۷
moph

د پنجشېر ولایت د روغتیايي مرکزونو ۳۶ تنو کارکوونکو ته د مورزادي ناروغیو (Congenital Anomalies) لرونکو نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

دغه روزنیز پروګرام د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د درملنې خدمتونو کیفیت ښه والي په موخه د پنجشېر عامې روغتیا ریاست له لوري د MOVE تطبیقوونکې مؤسسې په همکارۍ جوړ شو، په کې ګډونوالو د نویو زېږېدلو ماشومانو د مورزادي ناروغيو د تشخیص، پاملرنې او مدیریت برخه کې اړینې زده کړې ترلاسه کړې.

د پنجشېر عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو برخه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او د دې ډول روزنیزو پروګرامونو جوړول یې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا پیاوړتیا لپاره اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳۷ قلمه له نېټې تېر او غير مجاز درمل او يو ټن له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شول

د ارزګان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د ياد ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې له روغتیايي تاسیساتو، د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځيو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده څلورمه فقره

که د خوراکي توکو درملو او روغتیایی محصولاتو توریدوونکی شرکت په خپلو معياري ګودامونو کې قرنطين شوي توکي د عامې روغتيا يـــا کرنې وزارت د کيفيت د کنټرول لابراتوار د پایلو له رارسېدو نه. . .

BACK TO NEWS