د پوهاند سید الف شاه غضنفر روغتیايي علومو انسټیټیوټ د علمي شورا ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۶:۲۹
MOPH

یاده ناسته چې د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ د رئیس، ډاکټر محمد قاسم عادل په مشرۍ تر سره شوه، په کې علمې او تدریسي آمر دوکتور عبدالستار جبارزي، اداري آمر بریالي عصمتي، تخنیکي آمر ډاکټر محمد اصف شهیدي او د ډیپارټمنټونو مسؤلینو ګډون کړی و.

په دې ناسته کې د پسرلني سمستر د ازموینو، میاشتني راپور، د ژمني سمستر د پیل، د محصلینو د حاضرۍ کنټرول او اصولو او مقراراتو ته د پاملرنې اړوند بحث تر سره او نظرونه تبادله شول.

همداراز، د ذکر شویو موضوعاتو اړوند لازمې پرېکړې وشوې او ځینې موضوعات د عامې روغتیا وزارت د مقام اړوند وبلل شو، چې د حل په موخه یې دوکتور محمد قاسم عادل مسؤلیت واخیست؛ تر څو د عامې روغتیا وزارت له مقام سره یې شریکې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS