د پکتیا ولایت روغتیايي مرکزونو سره د (۵.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وشوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۴
MOPH

دا مرسته د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د هیلت نیټ تطبیق کوونکې مؤسسې له لوري وشوه، چې په کې د اکسیجن بالونونه، ایکسری ماشینونه، د عملیات خونو میزونه، د ژمي کمپلې او نور بېلا بېل تجهیزات شامل دي.

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر معراج ګل عادل دا تجهیزات د روغتیايي خدماتو د کیفیت ښه والي لپاره مهم وبلل او له روغتیايي کارکوونکو یې وغوښتل چې په اغېزمنه توګه یې وکاروي.

همدارنګه، د هیلت نیټ مؤسسې ولایتي مسؤل، ډاکټر حفیظ الله ملنګ وویل، چې دا تجهیزات به ډېر ژر روغتیايي مرکزونو ته وویشل شي او په دې توګه به په روغتیايي مرکزونو کې طبي اسانتیاوې لا ښه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS