د پکتیکا عامې روغتیا ریاست د معتادینو د بیاځلي ټولنیز ادغام لپاره ښوونیزه او مشورتي غونډه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۱۰
MOPH

د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د ۳۰ بستریز معتادینو د درملنې روغتون کارکوونکو د داخل‌ بستر ناروغانو لپاره د هغوی د بیاځلي ټولنیز ادغام په موخه یوه ښوونیزه او مشورتي غونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې ناروغانو ته د درملنې له بشپړېدو وروسته د سالم ژوند د غوره کولو، له نشه‌یي توکو څخه د لرې پاتې کېدو، د کورنۍ او ټولنې له غړو سره د ښو اړیکو د پیاوړتیا او د ټولنیزو مسؤلیتونو د ترسره کولو په اړه اړینې لارښوونې او معلومات وړاندې شول.

همداراز، ناروغان وهڅول شول چې د درملنې له بشپړېدو وروسته په مثبتو ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي، له ناسالمو ملګرو او نامناسب چاپېریال څخه ځان وساتي او د خپل ژوند د ښه والي لپاره له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د پکتیکا عامې روغتیا ریاست د معتادینو د بیاځلي ټولنیز ادغام لپاره ښوونیزه او مشورتي غونډه ترسره کړه

د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د ۳۰ بستریز معتادینو د درملنې روغتون کارکوونکو د داخل‌ بستر ناروغانو لپاره د هغوی د بیاځلي ټولنیز ادغام په موخه یوه ښوونیزه او مشورتي غونډه ترسره کړه.

پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۱۰
Background image

دوکتور محمد حسن غیاثي د لوی اختر پر مهال په کابل کې د روغتونونو او ناروغانو د وضعیت ارزونه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال، ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي، د لوی اختر په ورځو کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس، ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۳
Background image

قاري عبدالولي صدیقي د لوی اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې له تخصصي روغتونونو او ناروغانو لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د لوی اختر په لومړۍ ورځ د یو شمېر مرکزي رییسانو په ملتیا په کابل کې د سرطاني ناروغیو، عاجل. . .

BACK TO NEWS