د څه باندې ۴٫۵ ميليونه افغانيو په لګښت د پنجشیر ولایت په ۲۸ روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې برېښنا سیستم د نصب چارې پیل شوې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۶
moph

د دې پروژې په تطبیق سره به د پنجشیر ولایت روغتیايي مرکزونه ۲۴ ساعته برېښنا ته لاسرسی پیدا کړي.

په دې سیستم کې د هر روغتیايي مرکز لپاره د برېښنا د تولید ظرفیت د هغه د اړتیا له مخې، د ۵ څخه تر ۱۰ کیلوواټو پورې په پام کې نیول شوی، چې دا به د روغتیايي خدمتونو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

د یادې پروژې تطبیق د روغتیايي سکتور پلي کوونکې مؤسسې (MOVE) له لوري ترسره کېږي، چې له چارو یې د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا او اقتصاد ریاستونه څارنه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۶
Background image

د څه باندې ۴٫۵ ميليونه افغانيو په لګښت د پنجشیر ولایت په ۲۸ روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې برېښنا سیستم د نصب چارې پیل شوې

د دې پروژې په تطبیق سره به د پنجشیر ولایت روغتیايي مرکزونه ۲۴ ساعته برېښنا ته لاسرسی پیدا کړي.

په دې سیستم کې د هر روغتیايي مرکز لپاره د برېښنا د تولید ظرفیت د هغه د اړتیا له مخې، د ۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ بشپړ روغتیايي مرکز ته د یوه ملي سوداګر له لوري یو عراده امبولانس وسپارل شو

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف په هڅو د چپرهار ولسوالۍ یو تن ملي سوداګر ښاغلي حاجي عبدالجبار صافي د ۵زره امریکايي ډالرو په لګښت یو عراده امبولانس د یادې ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت روغتیا اوونیزه

د عامې روغتیا وزارت روغتیا اوونیزه ـ  لومړی پړاو ـ اتلسمه ګڼه (پرلیکه خپرونه) د عامې روغتیا وزارت له ویب سایټ څخه د لاندې لینک له طریقه تر لاسه کولائ شئ:

 

https://moph.gov.af/sites. . .

BACK TO NEWS