د کونړ عامې روغتيا رياست له لوري په دغه ولايت کې ۶۵ روغتیايي مرکزونو ته د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درمل ورکړل شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۰
MOPH

دغه درمل چې ټولیز ارزښت یې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ کېږي، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني، د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئيس الحاج شيخ محمد طاهر حليم، د علماوو شورا استازو او يو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې د هېلت نېټ مؤسسې ولایتي مسؤل ته وسپارل شول؛  څو اړوندو روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي.

د کونړ عامې روغتیا رئیس، قاري مظفر خان مخلص وویل: دا درمل د اړتيا پر بنسټ روغتيايي مرکزونو ته ورکول کېږي؛ تر څو اړمنو کسانو ته معياري خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست له لوري ۱۱ نوې بهرنۍ کمپنۍ او ۷۰ قلمه درمل ثبت شول

ياد رياست د ۱۴۰۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په ترڅ کې د وارداتي درملو، کورنیو تولیداتو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت او د اسنادو د مدیریت سیستمونو ښه‌والي برخو کې خپلو فعالیتونو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کې د اړتیاوو ثبت او پلان جوړونې په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت په عمومي تالار کې د راتلونکي مالي کال لپاره د اړتیاوو د کره ثبت او تدارکاتي پلان د ترتیبولو لارښود په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د یاد معینیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۴۸
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې له قومي مخورو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئيس، الحاج شيخ محمد طاهر حليم، د کونړ د عامې روغتيا رئيس قاري مظفر خان مخلص او يو شمېر نورو مسؤلينو شتون درلود، قومي مشرانو د. . .

BACK TO NEWS