د کونړ ولايت روغتیايي مرکزونو ته ۵۳ قلمه طبي او غیرطبي تجهیزات او درمل ووېشل شول
د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست په هڅو او د یونیسيف ادارې په مالي ملاتړ د ۲۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۳ قلمه طبي او غیرطبي تجهیزات او درمل د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شول.
د کونړ ولایت عامې روغتیا رئیس، قاري مظفرخان مخلص وویل: په دغو تجهیزاتو او درملو کې ۲۴ قلمه طبي تجهیزات، ۲۳ قلمه غیرطبي تجهیزات او ۶ قلمه د انستیزۍ درمل شامل دي.
نوموړي د یونیسیف ادارې له دوامدارو همکاریو څخه د مننې تر څنګ د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
