د یو شمیر ولایتونو روغتیایي مسؤلینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو
پکتیا عامې روغتیا ریاست کې د ګلوبل فنډ موسسې په همکارۍ د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ۱۶ تنو روغتیايي مسئولینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو.
په دغه روزنیز پروګرام کې د روغتیایي معلوماتو (HMIS)، ملاریا او نري رنځ ۱۶ تنو ولایتي مسئولینو ته د مجربو ټرینرانو له لوري د معلوماتو د غوره مدیریت، په دقیق ډول د کړنو راپور ورکول او د ارقامو د شننې په برخه کې خپل چمتو شوي درسي مواد په عملي او نظري توګه وړاندې شول.
د عامې روغتیا وزارت د (HMIS) ډیپارټمنټ له لوري رامنځته شوی (DHIS2) سیستم د روغتیایي تسهیلاتو څخه د معلوماتو راټولولو، ذخېره کولو، تحلیل کولو او شریکولو لپاره ترتیب شوی چې په نړیواله کچه هم کارول کېږي.