عامې روغتیا وزارت نږدې ۵۰۰۰ خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلانوي

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۴۷
moph

عامې روغتیا وزارت د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د آزادې سیالۍ له لارې د نږدې ۵۰۰۰ خالي بستونو لپاره د ګمارنې په موخه د اعلان پروسه پیل کړه

دا ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو په شتون کې د دغه وزارت په تالار کې ترسره شوه، د مالي او اداري چارو مرستیال په کې وویل: د عامې روغتیا وزارت کار اهل کار ته د سپارلو، د وړتیاوو پر بنسټ د مسلکي کادرونو د جذب او په روغتونونو کې د مسلکي ظرفیت پیاوړتیا په موخه د دې وزارت نږدې ۵۰۰۰ خالي بستونه په مرکز او ولایتونو کې د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

هغه زیاته کړه، په دې بستونو کې له دویم تر شپږم بستونه شامل دي او متخصصین، ډاکټران، سرپرستان، لابراتوار کارکوونکي، ایکسری، انستیزي تخنیکران، ارتوپيدي ټکنالوجست، فزیوتراپست، سیول انجینران او اداري او خدماتي اشخاص به په کې د آزادې سیالۍ له لارې وګمارل شي.

همداراز، په ولایتي کچه ۱۲۰۰ اداري او HMIS بستونه چې د ولایتونو د ولسوالیو اړوند دي او ۱۸۰۰ مسلکي بستونه چې د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند دي، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارل شوي دي.

سربېره پر دې، د الشفاء روغتون نږدې ۱۸۰۰ نوي ایجاد شوي او خالي بستونه به هم د روان کال په ترڅ کې د آزادې سیالۍ له لارې اعلان شي، چې له دې سره به د مسلکي او اداري کادرونو د جذب لپاره د پام وړ زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې په یادو بستونو کې د ګمارنې بهیر به د وړتیا، مسلک، تحصیلي اسنادو او ټاکل شویو شرایطو پر بنسټ په شفاف ډول او د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شي؛ ترڅو وړ او مسلکي کسان وکولای شي د خپلو وړتیاوو له مخې د عامې روغتیا وزارت په بېلابېلو برخو کې د خدمت زمینه ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۶:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ پنځه ویشتمه غونډه ترسره شوه

دا غونډه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د هېواد په روغتونونو کې د شته ستونزو حل،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۴۷
Background image

عامې روغتیا وزارت نږدې ۵۰۰۰ خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلانوي

عامې روغتیا وزارت د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د آزادې سیالۍ له لارې د نږدې ۵۰۰۰ خالي بستونو لپاره د ګمارنې په موخه د اعلان پروسه پیل کړه

دا ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۱۴
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې ملي بانک له لوري په افغانستان اسلامي بانک کې د رضاکارانه وینې را‌ټولولو او عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

د وینې ملي بانک د خپل کاري ټیم په مرسته په دې کمپاین کې د افغانستان اسلامي بانک له کارکوونکو او مراجعینو څخه ۲۵۰۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال کړه.

په. . .

BACK TO NEWS