غور ولایت کې د روغتيايي مرکزونو او فارمسي برخې مسؤلينو ته د (RUD) تر عنوان لاندې پنځه‌ورځنی ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۱
MOPH

دغه پنځه‌ورځنی ښوونیز ورکشاپ د درملو معقول استعمال (RUD) تر عنوان لاندې د غور ولایت عامې روغتیا ریاست په ابتکار او مدیریت او د BARAN مؤسسې په همکارۍ، په بریالیتوب سره ترسره شو، چې په کې د روغتیایي مرکزونو او فارمسي برخې ۲۷ تنه مسؤلینو ګډون درلود.

د غور ولایت عامې روغتیا رئیس، عبدالواحد حماس د یاد ورکشاپ په ترڅ کې د درملو د سالم مدیریت او معقول استعمال پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د روغتیایي معیارونو رعایت او د خوندي او باکیفیته روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د روغتیایي کارکوونکو اساسي مسئولیت دی.

همدارنګه، د BARAN مؤسسې ولایتي دفتر مسؤل د عامې روغتیا ریاست له همکارۍ مننه وکړه او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پر مهال یې د مسلکي اصولو پر تطبیق ټینګار وکړ.

 نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د ورکشاپ په ترڅ کې زده کړي موضوعات له نورو همکارانو سره شریک کړي، هغه ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به هم د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه ورته روزنيزې برنامې تر سره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
Background image

په کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS