فاریاب کې د روغتیایي خدمتونو ښه والي په موخه د یو شمېر خصوصي روغتونونو له رييسانو سره ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۳۲
moph

 یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې رييس، ډاکټر کریم الله حلیمي له لوري فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې د SAF تطبیق کوونکې مؤسسې، حنظله غورځنګ، امان د سترګو درملنې او راضیه وردګ روغتونونو له رییسانو سره ترسره شوه، چې د یاد ولایت اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه په کې د لازمو لارو چارو اړوند پرېکړې وشوې.

د څارنې او پلټڼې رییس دغه راز، په یاد ولایت کې د SAF تطبیق کوونکې مؤسسې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې، چې سپارل شویو مسؤلیتونو ته په سمه توګه رسېدنه ترسره او د ستونزو د حل برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۸
Background image

د ننګرهار په اچین او سپین غر ولسوالیو کې له درملتونونو او عمده درمل پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په اچین او سپین غر ولسوالیو کې ترسره شو، چې پایله کې یې په زیاته اندازه له نېټې تېر او غیر مجاز درمل راټول او  دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۲
Background image

د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې دوه ګرځنده روغتیایي ټیمونو فعالیت پیل کړ

یاد ټیمونه چې د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته او د هېواد مؤسسې په تخنیکي همکارۍ یې فعالیت پیل کړ، د پرانیستې مراسمو کې یې د کونړ عامې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۳۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي په مشرۍ د کابل وزیر محمد اکبر خان دولتي روغتون څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست، چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدماتو وړاندې کول او د. . .

BACK TO NEWS