له مرکز وروسته په ولایتونو کې هم له خصوصي روغتونونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۲:۳۲
MOPH

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې ده، چې موخه یې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسنادو، جوازونو او د اقامت سندونو څېړل دي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کېږي

د دې نظارتي لړۍ په ترڅ کې دا ځل د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار ننګرهار ولایت ته سفر تر سره او د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف سره یې لیدنه وکړه.

د طبي شورا لوی رئیس وویل: د وزارت مقام د لارښوونې په اساس یې په ټول هېواد کې د خصوصي او دولتي روغتونونو ترڅنګ د بهرنیو ډاکټرانو څارنه پيل کړېده، چې په همدې لړ کې غواړي ننګرهار کې هم خصوصي او دولتي روغتونونو سربېره دې ولایت کې د بهرنیو ډاکټرانو فعالیت او اسناد هم وڅاري، هغه زیاته کړه چې دا چاره په کابل او بامیان ولایتونو کې په بریالۍ توګه ترسره شوه.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، د طبي شورا لوی رئیس او مل پلاوي راتګ ته هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې د یادې څارنې پایله کې به د خصوصي او دولتي سکتورونو په خدماتو کې ښه والی رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد نظارت په ترڅ کې به د ننګرهار ولایت له ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو خدماتي بهیر ولیدل شي، د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه به وڅېړل شي او د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS