مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو لېږد په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۹
MOPH

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت او افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک د معرفي او پلي کېدو په موخه ترسره شوه، په کې د ۳۴ ولایتونو د خوړو او درملو امرینو، د درملو د صادراتو او وارداتو د تنظیم ریاست استازو، د افغان پُست دولتي شرکت او یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو ګډون درلود.

د هوکړه لیک موخه له ګمرکونو څخه اخیستل شوې نمونې د کیفیت، مؤثریت او خوندیتوب ارزونې لپاره مرکزي لابراتوارونو ته د لېږد یو منظم، شفاف او اغېزمن میکانیزم رامنځته کېدل دي؛ څو بازار ته د غیر معیاري روغتیایي محصولاتو او درملو وړاندې کېدو مخه ونیول شي او د خلکو روغتیا خوندي شي.

په دې ناسته کې د هوکړه لیک ګټې، د نمونو د لېږد بهیر، د اړوندو ادارو مسؤلیتونه او رولونه  تشریح شول او د یاد میکانیزم له مخې به هغه نمونې چې له ګمرکونو څخه د کنټرول او ارزونې په موخه اخیستل کېږي، د افغان پُست دولتي شرکت له لارې په خوندي او معیاري ډول مرکزي لابراتوارونو ته لېږدول کېږي.

همدارنګه، د مرکز او ولایتونو ترمنځ پر همغږۍ، د نمونو د لېږد بهیر پر چټکتیا، د ولایتي مسؤلینو د پوهاوي پر لوړولو او د دې پروسې پر اغېزمن تطبیق ټینګار وشو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۶
Background image

د بغلان ولایت دوشې ولسوالۍ کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیايي کتنځايونو او د خوراکي توکو له تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو

په دې پروګرام کې له ۳۱ بابه روغتیايي تاسیساتو، ۳ بابه رسټورانټونو او د شېریخ‌ جوړولو څخه د دوشې ولسوالۍ د کیله‌ ګي بازار کې نظارت ترسره شو، چې پایله کې يې ۵ روغتیايي کتنځايونه د جواز نه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲
Background image

په اوو ولایتونو کې د واکسیناسیون په اړه د عامه پوهاوي غونډې ترسره شوې

د ننګرهار، خوست، پروان، پنجشیر، جوزجان، فراه او بادغیس ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند د کتلوي معافیت ملي پروګرام امریتونو له لوري «واکسینونه د هر نسل لپاره مؤثر دي» تر شعار لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته د شاوخوا ۱۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت اړین توکي واخیستل شول

دغه توکي د یاد روغتون د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د ناروغانو درملنې بهیر د لا ښه والي په موخه د ځوانانو روغتیايي او پرمختیایي مؤسسې (YHDO) په همکارۍ اخیستل شوي دی.

BACK TO NEWS