په اوو ولایتونو کې د واکسیناسیون په اړه د عامه پوهاوي غونډې ترسره شوې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲
moph

د ننګرهار، خوست، پروان، پنجشیر، جوزجان، فراه او بادغیس ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند د کتلوي معافیت ملي پروګرام امریتونو له لوري «واکسینونه د هر نسل لپاره مؤثر دي» تر شعار لاندې د واکسیناسیون په اړه د عامه پوهاوي غونډې ترسره شوې.

په دې غونډو کې د یادو ولایتونو مسؤلینو د عامه پوهاوي، ناروغیو مخنیوي، واکسین تطبیق او په اړه يې د لا زیات پوهاوي رامنځته کولو برخو کې د علماوو، د جوماتونو د امامانو او رسنیو رول مهم وباله او له کورنیو څخه يې وغوښتل، چې خپل ماشومان واکسین کړي؛ ترڅو د ناروغیو پر وړاندې خوندي پاتې شي.

واکسین یو نړیوال پروګرام دی، چې له تېرو ۵۲ کلونو راهیسې يې په ټوله نړۍ کې نړیواله اوونۍ نمانځل کېږي، چې موخه يې د واکسین په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي؛ ترڅو په راتلونکي کې یوه سالمه او صحتمنده ټولنه ولرو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د ۱۴۴۸ هـ ق کال د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا لومړۍ غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د مرکزي رئیسانو، امرینو او د دې معینیت د بېلابېلو څانګو د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۱
Background image

د دوو مرکزي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د فارمکوویجیلانس (د درملو د څارنې) سیسټم په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د ویجیلانس آمریت له لوري د افغان سرې میاشتې مرکزي او د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتونونو. . .

BACK TO NEWS