مولوي نور جلال جلالي په سمنګان کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتون د جوړېدو بنسټ کېښود
د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د حضرت سلطان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي، د سمنګان والي ښاغلي ملا محمد شعیب رسالت، د یو شمېر نورو ولایتي ادارو مسؤلینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر دغه روغتون د ولسوالۍ په کچه د روغتیايي خدمتونو د پراخېدو، د خلکو د ستونزو حل او معیاري درملنې په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل:د ا.ا له داخلي بودجې څخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د جوړېدونکو روغتونونو له ډلې د ۵۶ روغتونونو تدارکاتي چارې بشپړې شوي دي او د روان ۱۴۰۵ کال په ترڅ کې به د ۱۰۰ نورو روغتونونو چارې هم پيل شي.
ښاغلي وزیر زیاته کړه، دغه روغتونونه به عمومي جراحي، داخله، نسایي ولادي، د ماشومانو درملنې او یو شمېر نورې څانګې ولري، چې په جوړېدو سره به یې په ولایتي روغتونونو کې د مراجعینو ګڼه ګوڼه کمه او خلکو ته به په ولسوالیو کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
همداراز، د سمنګان والي په خپلو خبرو کې وویل: موږ ټول د یوه سپېڅلي نظام تر چتر لاندې دنده ترسره کوو، هېواد د ټولو ګډ کور دی او باید په ګډ تعهد ورته کار وکړو، څو هېوادوالو ته لا غوره خدمتونه وړاندې شي.
