ننګرهار کې د خصوصي روغتيايي علومو انسټيټوټونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۴
MOPH

یاد نظارت د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په لارښوونه د ګډ پلاوي له لوري ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د انسټيټوټونو فعالیتونه وارزول شول، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې شوې.

دغه راز، اړوندو مسؤلینو ته د خدماتو لا ښه والي په موخه  لازمې سپارښتنې شوې؛ ترڅو د محصلینو د عملي او نظري زده‌ کړو کیفیت لوړ او د خدماتو برخه کې اغېزمنتیا زیاته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۵۸
Background image

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت په تېره یوه میاشت کې لاندې نظارتي فعالیتونه ترسره کړي دي

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت نظارتي ټیمونو د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې له ۱۵۰ بابه درملیزو او خوراکي تأسیساتو څخه نظارت ترسره کړی دی؛ دغه نظارت د بلخ د عامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۴۱
Background image

غور ولایت کې د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انسټېټیوټ ته د څه باندې درې میلیونه افغانيو په ارزښت روزنيز تعلیمي موډولونه وسپارل شول

د دې مرستو موخه د عملي زده کړو کیفیت لوړول او د غور ولایت د پوهاند غضنفر روغتيايي انسټېټيوټ د تدریسي ظرفیت پیاوړتیا بلل شوې ده.

په همدې موخه جوړ شوي مراسمو کې د غور ولايت عامې روغتيا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې شاملو په شرایطو برابر نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او د ازموینې ملي ادارې د مسؤلینو په شتون کې واخیستل. . .

BACK TO NEWS