ننګرهار کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۴۶
MOPH

یاد نظارت چې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت له لوري د جلال اباد ښار اړوند له یو شمېر درملتونونو څخه ترسره شو، پایله کې یې "۶۰۰" کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.

دغه راز، د درملتونونو مسؤلینو ته د قانون مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې، چې د نه مراعتولو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست د امبولانس امریت ودانۍ د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

یاده پروژه د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر صدام د پرله‌ پسې هڅو په پایله کې بشپړه شوه، چې موخه یې د امبولانس امریت د کاري چاپېریال ښه کول، د ودانۍ ساتنه او د خدمتونو. . .

BACK TO NEWS