د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ته د خصوصي روغتیايي مرکزونو د نظارتونو او بهرنیو روغتیايي کارکوونکو په اړه معلومات وړاندې شول
د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په ځانګړې سپارښتنه د طبي شورا لوی ریاست په مشرۍ د یوې کمېټې له لوري د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د ترسره شويو نظارتونو او په خصوصي روغتیایي مراکزو کې د بهرنیو روغتیایي کارکوونکو د څرنګوالي په اړه د وزارت رهبرۍ ته د یو مجلس په ترڅ کې معلومات وړاندې شول:
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت مرستیالانو، د مقام مشاورینو او یو شمېر مرکزي رئیسانو شتون درلود؛ په تېر یو کال کې د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د ترسره شويو نظارتونو په اړه د طبي شوری لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار او همکارانو له لوري معلومات وړاندې شول، چې په کې د هېواد په خصوصي روغتونونو کې د پرمختګونو، ستونزو، ننګونو، فرصتونو، کمزورو او قوي نقاطو، د بهرنیو ډاکټرانو شتون او جوازونو په اړه هر اړخیز معلومات شامل وو.
دغه راز، په یاده ناسته کې د روغتیایي قوانینو پلي کېدو، خدماتو معیاري کېدو او د سرغړونو مخنیوي په موخه د مناسبو (کمپیوټري) نسخو لیکلو اهمیت په اړه هم بحث ترسره شو او ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونو مخنیوي په موخه پر لازمو او جدي اقداماتو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د نسخو معیاري کېدو، کیفیت خوندیتوب او نرخونو کنټرول لپاره باید هڅې ګړندۍ شي.
همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ یې یوه ګډه کمېټه د روغتیایي قوانینو پلي کېدو او څار په موخه وټاکله؛ څو روغتیایي قوانین پلي، خدمات معیاري او د خلکو روغتیا خوندي شي.
