په بغلان او کندهار کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له ORCD سره د څه باندې ۱۰۳ زره ډالرو هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري په بغلان او کندهار ولایتونو کې تر پوښښ لاندې سيمو کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې راکمولو او د رواني روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لهOrganization for Research and Community Development-ORCD مؤسسې سره د (۱۰۳۰۱۶.۳۹) یو سل درې زره او شپاړس اعشاریه نهه دېرش ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۵ ګرځنده روغتيايي ټیمونو له لارې د یادو ولایتونو (۴۴۰۵۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۹۰) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د ORCD مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
