په بلخ ولایت کې د روغتیا نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د بلخ ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله توانا وويل: چې د دغې ورځې له لمانځلو موخه يې د خلکو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي. سږکال د روغتیا نړیواله ورځ د چاپېریال ککړتیا سره د مبارزې په موخه د "زمونږ سياره ، زمونږ روغتیا" تر شعار لاندې لمانځل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، هر کال شاوخوا ١٣ ملیونه خلک د چاپیریال ککړتیا له امله مري.