په جوزجان ولایت کې خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د دې ولایت له یو شمېر خصوصي کتنځایونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې یو شمېر کتنځایونه او لابراتوارونو د جوازونو د نه تمدید کېدو له امله وتړل شول.