په هرات کې د درملو سکتور ستونزو په اړه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۴۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د درملو پلورونکو اتحادیې له رهبري پلاوي سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د درملو پلورونکو د شته ستونزو د حل، په ځانګړې توګه د جواز ورکولو، د درملیزو خدمتونو وړاندې کولو او د عامې روغتیا وزارت د قوانینو د تطبیق په اړه بحث او خبرې وشوې

همدارنګه، په دې ليدنه کې د اتحادیې غړو د درملو د تولید او وارداتو برخو کې د سوداګرو ستونزې او ننګونې مطرح کړې.

په پای کې دواړو لورو خلکو ته د باکیفیته او مناسب قیمت لرونکو روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او د عامې روغتیا وزارت پلاوي ژمنه وکړه، چې د قوانینو په چوکاټ کې به لازمې همکارۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS