په هلمند ولایت کې د خصوصي سکتور څخه څارنه تر سره شوه
د هلمند ولایت عامي روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد سعید په مشرۍ ګډ تخنیکي ټیم د دې ولایت ناوه ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیايي سکتور څارنه ترسره کړې چې په ترڅ کې یې (۳) بابه د غاښونو کلینیکونه د مجهزو طبي وسایلو نه درلودو له امله مهر لاک کړل.
د یادو کلینیکونو مسئولینو ته څو ځله سپارښتنه شوې وه چې طبي وسایل د عامې روغتیا وزارت اصولو مطابق پوره کړي خو لا تر اوسه یې تطبیق کړې نه وه.