په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۶.۷ میلیونه ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شو
د وقایې او ناروغیو د کنټرول لوی ریاست د ملي کتلوي معافیت آمریت خبر ورکوي، چې له ۶ میاشتو تر ۱۰ کلونو پورې شاوخوا ۱۶ میلیونه، ۷۱۵ زره او ۱۱۵ ماشومانو ته د ټول هېواد په کچه یې د یو پراخ کمپاین له لارې په دوو پړاوونو کې د شري (سرخکان) واکسین تطبیق کړ.
د دې کمپاین لومړی پړاو د روان کال د میزان له ۷مې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې ترسره شو، په دې پړاو کې کابل، بلخ، بدخشان، تخار، پنجشیر، لوګر، پکتیا، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، دایکندي، غور، فاریاب، بغلان، بادغیس، بامیان او سرپل ولایتونه شامل وو، چې ترڅ کې ۸ میلیونه ۳۵۹ زره او ۶۶۹ ماشومانو ته تطبیق شو.
د یاد کمپاین دوهم پړاو د روان کال د عقرب له ۷مې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې ترسره شو، په دې پړاو کې ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کندهار، زابل، ارزگان، هلمند، فراه، هرات، غور، کندز، سمنګان، جوزجان، کاپیسا، پروان، خوست او نیمروز ولایتونه شامل وو، چې ترڅ کې ۸ میلیونه ۳۵۵ زره او ۴۴۶ ماشومانو ته واکسین تطبیق شو.
د عامې روغتیا وزارت د ملي کتلوي معافیت پروګرام دا کمپاین د شري د خپرېدو د مخنیوي په موخه ترسره کړ، چې د دې ناروغۍ د پېښو په کمېدو او د ماشومانو د مړینې په مخنیوي کې یو مهم او اغېزمن اقدام ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دا پروګرام د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلالي جلالي په رهبرۍ او قوي ملاتړ ترسره شوی دی.
همدارنګه د دې کمپاین مالي ملاتړ د GAVI یا د واکسین نړیوال اتحاد له لوري تر سره شوی، چې د عامې روغتیا وزارت د یاد ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.
