په کابل کې د خوړو د تولیدي تأسیساتو له پنځو مرکزونو نظارت ترسره شو
د خوړو د خطر تحلیل پر بنسټ، د خوړو د تحلیل، سرويلانس او معیارونو د تدوین ریاست کارپوهانو د کابل ښار په پنځمه او څوارلسمه ناحیه کې د مشروباتو، غیرالکولي نوشابو، معدني اوبو او د کېک او کلچې د تولید پنځو تأسیساتو څخه نظارت تر سره کړ
د دې نظارت پر مهال د حفظالصحې د اصولو نه مراعتول، د فعالیت جواز او مسلکي مسؤل نشتوالی، په توليدي توکو د معیاري توليدي ليک او ګدام نه شتون، غیرمعیاري بسته بندۍ او د روغتیايي معیارونو خلاف نور موارد تثبیت او د اصلاح په موخه یې د تاسیساتو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
همدارنګه، د یاد نظارت پایله کې د کېک او کلچې او د غیرالکولي نوشابو د تولید د دوو فابریکو فعالیت بند شو او شاوخوا ۶۰۰ بستې طعم لرونکي مشروبات او ۲۲۰۰ بستې معدني اوبه، د غیرمعیاري تولید له امله تر وروستۍ پرېکړې پورې قرنطین شوې.
