په کابل کې د خوړو د تولیدي تأسیساتو له پنځو مرکزونو نظارت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۳
moph

د خوړو د خطر تحلیل پر بنسټ، د خوړو د تحلیل، سرويلانس او معیارونو د تدوین ریاست کارپوهانو د کابل ښار په پنځمه او څوارلسمه ناحیه کې د مشروباتو، غیرالکولي نوشابو، معدني اوبو او د کېک او کلچې د تولید پنځو تأسیساتو څخه نظارت تر سره کړ

د دې نظارت پر مهال د حفظ‌الصحې د اصولو نه مراعتول، د فعالیت جواز او مسلکي مسؤل نشتوالی، په توليدي توکو د معیاري توليدي ليک او ګدام نه شتون، غیرمعیاري بسته‌ بندۍ او د روغتیايي معیارونو خلاف نور موارد تثبیت او د اصلاح په موخه یې د تاسیساتو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

همدارنګه، د یاد نظارت پایله کې د کېک او کلچې او د غیرالکولي نوشابو د تولید د دوو فابریکو فعالیت بند شو او شاوخوا ۶۰۰ بستې طعم لرونکي مشروبات او ۲۲۰۰ بستې معدني اوبه، د غیرمعیاري تولید له امله تر وروستۍ پرېکړې پورې قرنطین شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۸
Background image

نشست شورای متخصصان تحت رهبری محترم قاری عبدالولی صدیقی، معین مالی و اداری این وزارت صحت عامه برگزار شد

در این نشست، داکتر نثاراحمد نیازی، رئیس عمومی اکمال تخصص وزارت صحت عامه، مسوولان مربوط، نماینده‌گان شفاخانه‌های مرکزی وزارت‌های صحت عامه، امور داخله، دفاع و تحصیلات عالی، اشتراک داشتند.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۳
Background image

په کابل کې د خوړو د تولیدي تأسیساتو له پنځو مرکزونو نظارت ترسره شو

د خوړو د خطر تحلیل پر بنسټ، د خوړو د تحلیل، سرويلانس او معیارونو د تدوین ریاست کارپوهانو د کابل ښار په پنځمه او څوارلسمه ناحیه کې د مشروباتو، غیرالکولي نوشابو، معدني اوبو او د کېک او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د آزاد خان عالي لېسې څه باندې ۱۲۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

BACK TO NEWS